news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برن:په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پای ته ورسېدې؛ د هرمز تنګي کړکېچ فضا ترینګلې کړې

برن:په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پای ته ورسېدې؛ د هرمز تنګي کړکېچ فضا ترینګلې کړې

برن:په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پای ته ورسېدې؛ د هرمز تنګي کړکېچ فضا ترینګلې کړې

بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥

د منځګړو د راپورونو له مخې، په سویس کې د لوړپوړو امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلی، خو د مذاکراتو پیل له جدي ترینګلتیاوو سره مل و

راپورونه وایي چې دا خبرې داسې مهال ترسره شوې چې ایران یو ځل بیا د هرمز ستراتیژیک تنګي د تړل کېدو اعلان کړی او هم‌مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سختو دریځونو په تکرار سره د خبرو فضا لا حساسه کړې ده

د منځګړو په وینا، د څو ساعتونو بحثونو وروسته ناسته پای ته ورسېده، خو د دواړو لورو ترمنځ د مهمو اختلافاتو په اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او د باور فضا لا هم کمزورې پاتې ده

تحلیلګر وایي چې د هرمز تنګي تړل کېدل، چې د نړیوالې انرژۍ د ترانزیت لپاره حیاتي لار بلل کېږي، پر مذاکراتو مستقیم سیوری غوړولی او د خبرو بهیر یې نور هم پیچلی کړی دی

تر اوسه نه واشنګټن او نه تهران د دې پړاو د خبرو په اړه رسمي تفصیلي بیان نه دی خپور کړی، خو دواړه لوري د راتلونکو احتمالي ناستو لپاره د لارو چارو د لټون هڅې روانې ساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto