سیفالاسلام خیبر: هر هېواد د خپل ارزښتونو پر بنسټ د نظام جوړولو حق لري
بریانیوز- دوشنبه ۱ سرطان ١٤٠٥
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي چې که نړیواله ټولنه د ملتونو د تنوع او د هغوی د حقونو د ټاکلو خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي هېوادونو په اړه هم په مساوي ډول تطبیق کړي
نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې لکه څنګه چې فرانسه د سکولر نظام د ټاکلو حق لري او متحده ایالات خپل قانوني نظام لري، افغانستان هم دا حق لري چې خپل سیاسي او ټولنیز جوړښت د اکثریت خلکو د دیني او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړي
هغه زیاته کړې چې هېڅ دولت په نړۍ کې مطلقه ازادي نه مني، ځکه د هر هېواد ټولنیز نظم د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې تنظیمېږي. د ده په وینا، هغه هېوادونه چې اکثریت یې مسلمانان دي، حق لري چې د خپل ژوند عامه برخې د خپلو عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو مطابق تنظیم کړي
د امر بالمعروف وزارت ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې که د دې ادارې کوم مامور یا محتسب د دندې په جریان کې ناسمه کړنه ترسره کړي، نو باید د اداري اصولو له مخې اصلاح او پوښتنه ترې وشي
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د نظام او د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه بحثونه لا هم روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1692
-
اخبار افغانستان
802
-
مقاله
474
-
سیاست
139
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl