ملک سرو : رملت ویښ دی، خو لاسونه یې تړلي دي
بریانیوز- شنبه ۶ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د وروستیو لسیزو تاریخ د ملت د هیلو، قربانیو او پرله پسې ناهیلیو تاریخ دی. ولس هر ځل د بدلون په تمه راپورته شوی، خو هر ځل د یوې نوې تجربې قرباني شوی دی. پرون د جمهوریت تر شعار لاندې د فساد، مافیا، قومي انحصار او پردۍ وابستګۍ بازار ګرم و، او نن د اصلاح او امنیت تر نامه لاندې د سیاسي انحصار، خاموشۍ او د زور منطق پر هېواد سیوری غوړولی دی. بڼه بدله شوې، خو د ملت درد لا هماغه درد دی
د تېر شل کلن جمهوریت تر ټولو لویه جفا دا وه چې دولت د ولس د خدمت پر ځای د شخصي ګټو شرکت شو. واک د پیسو، واسطو او مافیایي شبکو ترمنځ ووېشل شو، قانون د زورواکو تر پښو لاندې شو او د ولس رایه د قدرت د سوداګرو د معاملې وسیله وګرځېده. میلیاردونه ډالر د افغانستان په نوم راغلل، خو د ملت برخې ته یوازې فقر، بېباوري او مات شوي بنسټونه پاتې شول. همدا فساد و چې جمهوریت یې د بهرني ځواک له وتلو وړاندې د خپل وجدان او مشروعیت له دننه نسکور کړ
نن که څه هم د هغه جمهوریت پاڼه تړل شوې، خو ملت لا هم د خپلې ارادې بشپړ څښتن نه دی. د زور منطق د عقل او قانون ځای نیولی، سیاسي مشارکت محدود شوی او د ولس غږ د خاموشۍ تر سیوري لاندې ساتل کېږي. کله چې د ملت او واک ترمنځ واټن زیات شي، هلته که نوم جمهوریت وي او که امارت، پایله یې د ولس بېوسي وي
افغان ملت نن نور ناپوه نه دی
هغه د پرون فساد هم لیدلی او د نن انحصار هم احساسوي. هغه پوهېږي چې نه فساد هېواد ژغورلای شي او نه استبداد ملت ته عزت ورکولای شي. خو تر ټولو ستر درد دا دی چې شعور یې ژوندی دی، خو د عمل لاسونه یې تړلي دي. د بدلون هیله شته، خو لارې یې بندې دي؛ اراده شته، خو میدان ترې اخیستل شوی دی
تاریخ تل یو حقیقت تکرار کړی دی: هغه نظام چې پر فساد ولاړ وي، له دننه خوسا کېږي، او هغه واک چې یوازې پر زور ولاړ وي، د خپل زوال تخم په خپله کري
توپک کولای شي غږونه چوپ کړي، خو فکر نه شي زنداني کولای؛ زندانونه بدنونه ساتلای شي، خو د ملت اراده نه شي اسیرولای
نن افغانستان د یوه نوي انتخاب پر درشل ولاړ دی. ملت نه غواړي بېرته د فساد هغې تیارې ته ستون شي چې د جمهوریت په نوم پرې تپل شوې وه، او نه هم غواړي تل د زور تر سیوري لاندې ژوند وکړي. د افغانستان راتلونکی نه د پرون په تکرار کې دی او نه د نن په دوام کې؛ بلکې په داسې نظام کې دی چې بنسټ یې عدالت، ملي مشارکت، قانون، حساب ورکونه او د ولس اراده وي
ملت که نن چوپ ښکاري، دا د ماتې نښه نه ده. د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځل چوپتیا د لوی بدلون له مخه راغلې ده. هغه ولس چې ویښ شوی وي، که هر څومره یې لاسونه وتړل شي، یوه ورځ به د خپلې ارادې په ځواک زولنې ماتوي. ځکه زور د وخت مېلمه وي، خو ملت د تاریخ اصلي مالک دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?