news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیویارک – د افغانستان ثبات د ملګرو ملتونو او شانګهای همکاریو ټولنې د لوړې کچې خبرو مهم محور و

نیویارک – د افغانستان ثبات د ملګرو ملتونو او شانګهای همکاریو ټولنې د لوړې کچې خبرو مهم محور و

نیویارک – د افغانستان ثبات د ملګرو ملتونو او شانګهای همکاریو ټولنې د لوړې کچې خبرو مهم محور و

بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥

نیویارک – د شانګهای همکاریو ټولنې  سرمنشي ویلي، چې د دې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ د څلورم پړاو مشورتي غونډه کې د افغانستان وضعیت، د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هڅې او سیمه‌ ییزې همکارۍ د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې

د نوموړي په وینا، دغه غونډه د جون په ۲۶مه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر، نیویارک کې ترسره شوې، چې دواړو لورو پکې د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ګډو ننګونو د حل په اړه خپل نظرونه شریک کړل

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو پلاوي د «اقلیم، سوله او امنیت» تر سرلیک لاندې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د ثبات، بشري وضعیت او له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د دوامدارې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره یې د روانو هڅو جزییات شریک کړل

بل لور ته، د شانګهای همکاریو ټولنې استازو د سازمان د راتلونکې سرمشریزې د چمتووالي، د قرغزستان د دوراني ریاست د غونډو د پایلو او د سازمان د اصلاحاتي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل

د شانګهای همکاریو ټولنې سرمنشي ټینګار کړی چې یادې مشورې په رغنده او مثبت چاپېریال کې ترسره شوې او دواړو خواوو د افغانستان او سیمې د ثبات، امنیت او پراخو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

شنونکي باور لري چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او شانګهای همکاریو ټولنې دوامدارې مشورې د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان ثبات لا هم د سیمې او نړیوالو سازمانونو د اجنډا له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto