اسلاماباد – پاکستان نوې پرېکړه اعلان کړه؛ له جولای ۱۰ وروسته به بې وېزې افغانان سمدستي ونیول شي
اسلاماباد – پاکستان نوې پرېکړه اعلان کړه؛ له جولای ۱۰ وروسته به بېوېزې افغانان سمدستي ونیول شي
بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته به هغه ټول افغان وګړي چې په دې هېواد کې له معتبرې ویزې پرته اوسېږي، سمدستي ونیول شي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت سیمهییزو ادارو، پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو بنسټونو ته لارښوونه کړې چې یاده پرېکړه دې له ټاکلې نېټې څخه په ټول هېواد کې په بشپړ ډول او له استثنا پرته عملي کړي
راپورونه وایي، د اسلاماباد موخه د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې د قانوني اقداماتو پیاوړتیا ده چې د قانوني اسنادو له لرلو پرته په پاکستان کې مېشت دي، او افغانان د دې پرېکړې تر ټولو اغېزمنه برخه جوړوي
دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د بېاسناده بهرنیو وګړو، په ځانګړې توګه افغان کډوالو، د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې یې هم راپارولي دي
شنونکي وایي، د دې نوې پرېکړې عملي کېدل ښايي په پاکستان کې پر مېشتو زرګونو افغانانو مستقیم اغېز وکړي او د کډوالۍ وضعیت له نویو ننګونو سره مخ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
817
-
مقاله
493
-
سیاست
155
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl