news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

له امریکا سره په دوحه کې د نوې ناستې پلان نشته

له امریکا سره په دوحه کې د نوې ناستې پلان نشته

ایران: له امریکا سره په دوحه کې د نوې ناستې پلان نشته

بریانیوز- سه شنبه ۹ سرطان١٤٠٥

 بقايي څرګنده کړې چې د ایران د مذاکره‌کوونکي پلاوي سفر قطر ته ترسره کېږي، خو موخه یې له امریکا سره خبرې نه، بلکې د مخکېنیو هوکړه‌لیکونو د مادو څارنه او د هغو د پلي کېدو ارزونه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی چې قطر ته د امریکايي استازو سفر د ایراني پلاوي له سفر سره هېڅ تړاو نه لري او دواړه سفرونه جلا اجنډاوې لري

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي وو امریکايي مذاکره‌کوونکي به د وروستیو پوځي تحولاتو او د هرمز تنګي د اوربند له رامنځته کېدو وروسته قطر ته سفر وکړي، څو په هغه لیدنه کې ګډون وکړي چې د نوموړي په وینا «ښايي مهمه» وي

د دواړو لورو دغه متضاد دریځونه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د ایران ـ امریکا د اړیکو راتلونکی لا هم د نړیوالو د پام وړ موضوع پاتې دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto