ولکر تورک: افغان کډوال دې داسې هېواد ته نه ستنېږي چې د شکنجې له ګواښ سره مخ وي
بریانیوز- سه شنبه ۹ سرطان١٤٠٥
جنیوا – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر، ولکر تورک، ټینګار کړی چې هېڅ افغان کډوال باید داسې ځای ته په زور ونه ستنول شي، چې هلته د شکنجې، ناوړه چلند یا د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ وي
نوموړي ویلي، نړیوال بشري او کډوالۍ قوانین هېوادونه مکلفوي چې د نه جبري ستنولو اصل ته درناوی وکړي او هغه کسان بېرته ونه لېږي چې ژوند، ازادي او خوندیتوب یې له خطر سره مخ کېږي
تورک له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه پرېکړې د نړیوالو ژمنو، بشري حقونو او د هرې قضیې د جلا ارزونې پر بنسټ وکړي
د هغه په وینا، د کډوالو ساتنه یوازې یو قانوني مسوولیت نه، بلکې یو بشري مکلفیت هم دی او نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي
دغه څرګندونې په داسې مهال شوې چې یو شمېر هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی او په دې اړه د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
818
-
مقاله
506
-
سیاست
159
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl