د ارواښاد انجنیر قطبالدین هلال د فاتحې مراسم د جهادي مشرانو، علماوو او سلګونو خلکو په ګډون ترسره شول
بریانیوز- سهشنبه، ٩ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان د اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې پخواني مشر او د هېواد نومیالي جهادي، سیاسي شخصیت او د سولې ملاتړي، ارواښاد انجنیر قطبالدین هلال د فاتحې مراسم د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۹مه، د سېشنبې په ورځ، د کابل ښار د شیرشاه سوري په جومات کې د اسلامي ګوند د مشرانو او د مرحوم د کورنۍ له لوري ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د اسلامي ګوند د رهبرۍ او اجرائیه پلاوي غړو، د مرکزي شورا استازو، جهادي قوماندانانو، مجاهدینو، علماوو، ملي شخصیتونو، مشرانو، ځوانانو، د ګوند غړو او سلګونو هېوادوالو ګډون کړی و او د ارواښاد له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
ګډونوالو د قرآن کریم په تلاوت او دعاوو سره د مرحوم د بښنې، د درجې د لوړوالي او د هغه د روح د آرامۍ دعا وکړه او د هغه کورنۍ ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه وکړه.
د فاتحې مراسم د ماسپښین له لمانځه وروسته پیل شول او تر مازیګر پورې یې دوام وکړ.
په پیل کی د اسلامي ګوند د دارالانشا رئیس، سارنوال عبدالستار خواصي، په خپلو خبرو کې د ارواښاد انجنیر قطبالدین هلال مړینه د اسلامي ګوند رهبر، د ګوند غړو، د مرحوم کورنۍ، دوستانو او پلویانو ته تسلیت وویله او د هغه د اوږدو کلونو جهادي، سیاسي او ټولنیزو خدمتونو او مبارزو ستاینه یې وکړه.
نوموړي د افغانستان د اسلامي ګوند د تاریخي رول یادونه وکړه او ویې ویل چې د شوروي اتحاد او وروسته د ناټو ځواکونو د حضور پر مهال د دغه ګوند مجاهدینو سترې قربانۍ ورکړې دي. هغه د انجنیر ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د اسلامي ګوند غړیتوب د ویاړ وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ګوند د هغو ټولو مجاهدینو ګډ کور دی چې د اسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او د هېواد د آزادۍ لپاره یې مبارزه کړې ده.
خواصي همدارنګه د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، څخه د جنازې او فاتحې د مراسمو په تنظیم او همغږۍ کې د همکاریو له امله مننه وکړه.
د مراسمو په پای کې د ارواښاد انجنیر قطبالدین هلال د کورنۍ غړي حاجي هاشم حنیف د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د جنازې د انتقال، د جنازې د لمانځه، د ښخولو او د فاتحې د مراسمو د امنیت او همغږۍ په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه. هغه همدارنګه له ټولو علماوو، جهادي مشرانو، دوستانو، د اسلامي ګوند غړو او نورو ګډونوالو څخه د هغوی د حضور او خواخوږۍ له امله منندویي څرګنده کړه.
مراسم د ارواښاد انجنیر قطبالدین هلال د بښنې، د هغه د کورنۍ لپاره د صبر او زغم، او د افغانستان د عزت، امنیت، ملي یووالي، ثبات او تلپاتې سولې لپاره په دعا سره پای ته ورسېدل.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?