په تهران کې د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغانستان او ایران پر اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې وشوې
په تهران کې د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغانستان او ایران پر اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې وشوې
بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو تحولاتو او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي
د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او د متقابلو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ
دا لیدنه په داسې مهال ترسره شوې چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی، د په مشرۍ، تهران ته سفر کړی دی. د راپورونو له مخې، امیرخان متقي هم د همدې پلاوي غړی دی او د ایران د پخواني رهبر د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی
د راپورونو له مخې، د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم به د شنبې په ورځ ترسره شي. د خبرونو له مخې، علي خامنهیي نږدې څلور میاشتې وړاندې د امریکا او اسراییلو په پراخو هوايي بریدونو کې پر خپل دفتر د برید پر مهال وژل شوی و
سیاسي شنونکي باور لري، د طالبانو د لوړپوړي پلاوي دغه سفر او د متقي او عراقچي لیدنه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي اړیکو او ډیپلوماټیک تعامل د دوام څرګندونه کوي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې سیمه له مهمو امنیتي او سیاسي تحولاتو سره مخ ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?