اوچا: په افغانستان کې بشري کړکېچ لا ژور شوی؛ د مرستو د بودجې یوازې ۱۷ سلنه برابره شوې
بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او میلیونونه کورنۍ د ژوند د دوام لپاره له سختو او دردناکو پرېکړو سره مخ دي
اوچا په خپلې تازه ارزونه کې ویلي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د روان کال د مرستندویه پلان له ټولې غوښتل شوې بودجې څخه تر اوسه یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوې، چې د بشري مرستو د دوام او پراختیا لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي
د یاد سازمان په وینا، د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر بشري پروګرامونه محدود یا وځنډول شي، او میلیونونه اړمن افغانان د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شي
اوچا ټینګار کړی چې د مرستو د کمښت له امله ډېری افغانې کورنۍ اړ دي د خپل ژوند د بقا لپاره سختې پرېکړې وکړي، چې پکې د خوړو کمول، د ماشومانو له زده کړو محرومول او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو قرباني کول هم شامل دي
بشري کارپوهان باور لري، که نړیواله ټولنه په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د بشري مرستو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې نه کړي، نو د هېواد بشري وضعیت به نور هم خراب شي او د بېوزلۍ، لوږې او بېځایه کېدو کچه به لا لوړه شي
اوچا له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د افغانستان له میلیونونو اړمنو خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه د بودجې اوسنی کمښت د بشري مرستو د بهیر پر دوام مستقیم اغېز کوي او د زرګونو کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?