د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د سرو کارتونو باران؛ د لوبڅارو سخت دریځ سیالیو ته نوی رنګ ورکړی
بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام روان پړاو د سختو پرېکړو او د لوبڅارو د قاطع چلند له امله د سرو کارتونو د بېساري زیاتوالي شاهد دی. د سیالیو په لومړنیو پړاوونو کې د لوبغاړو شړل په داسې کچه لوړ شوي چې د تېرو دوو نړیوالو جامونو ټول ریکارډونه یې مات کړي دي
د راپورونو له مخې، د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیې ۲۰۱۸ نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې په ټولیز ډول یوازې اته سره کارتونه ورکړل شوي وو
د فوټبال شنونکي وایي، د نړیوال جام لوبڅاران سږ کال د لوبې قوانین په ډېر جدي ډول عملي کوي او د خطرناکو ټکلو، تاوتریخوالي، قصدي خطاګانو او غیرورزشي چلند پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت نه ښيي. همدې سخت دریځ د دې لامل شوی چې د سرو کارتونو شمېر په چټکۍ سره لوړ شي
په همدې حال کې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سرو کارتونو شمېر په چټکۍ سره د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام تاریخي ریکارډ ته نږدې کېږي، هغه سیالۍ چې پکې د ټول ټورنمنټ په اوږدو کې ۲۸ سره کارتونه ورکړل شوي وو
ورزشي کارپوهان باور لري، د قوانینو جدي پلي کېدل که څه هم د لوبغاړو لپاره سخت پیغام لري، خو له بلې خوا د لوبغاړو خوندیتوب، د عادلانه سیالیو ساتنه او د تاوتریخوالي مخنیوی هم تضمینوي. دوی وایي، که روان بهیر همداسې دوام وکړي، د ۲۰۲۶ نړیوال جام ښايي د فوټبال په تاریخ کې د سرو کارتونو له پلوه یو نوی ریکارډ ثبت کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?