news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان ته د پاکستان لاس موټرو واردات په بشپړ ډول بندېږي

افغانستان ته د پاکستان لاس موټرو واردات په بشپړ ډول بندېږي

افغانستان ته د پاکستان لاس موټرو واردات په بشپړ ډول بندېږي

بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥

 د پاکستان لاس یا د ښي لاس سټیرنګ لرونکو موټرو افغانستان ته واردات به په بشپړ ډول بند شي او له دې وروسته به دغسې موټر نه د پرزو تر عنوان لاندې هېواد ته د داخلېدو اجازه ولري او نه به ورته د ثبت او قانوني کېدو لپاره سټیکر ورکول کېږي

د سرچینو په وینا، اړوندو ادارو د طالبانو د مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې په ګمرکونو کې د دغو موټرو موجودې اساسي پرزې د یوې میاشتې په موده کې له افغانستانه وباسي او د دې پرېکړې عملي کېدو لپاره لازم اجرایي اقدامات ترسره کړي

سرچینې زیاتوي، دا پرېکړه وروستۍ او جدي ده او تمه کېږي چې په ټولو ګمرکونو او سرحدي بندرونو کې په بشپړه توګه پلې شي. د دوی په خبره، له دې وروسته به د پاکستان لاس موټرو د واردولو لپاره هېڅ استثنا نه وي

اقتصادي شنونکي وایي، که دا پرېکړه په بشپړ ډول عملي شي، ښايي د موټرو د بازار پر بیو، د موټرو د پرزو پر سوداګرۍ او د موټر پلورونکو پر فعالیتونو اغېز وکړي. په ورته وخت کې، یو شمېر سوداګر او واردوونکي د دې پرېکړې له امله د احتمالي مالي زیانونو اندېښنه هم څرګندوي

تر اوسه د طالبانو د مالیې وزارت یا نورو اړوندو ادارو د دغو ادعاوو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، او د سرچینو یادې شوې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto