news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په کابل کې د ایران او افغانستان د خصوصي شرکتونو ترمنځ درې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

په کابل کې د ایران او افغانستان د خصوصي شرکتونو ترمنځ درې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

په کابل کې د ایران او افغانستان د خصوصي شرکتونو ترمنځ درې همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

بریانیوز- شنبه، ١۳ سرطان ١٤٠٥

د افغانستان او ایران د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه په کابل کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خصوصي شرکتونو ګډه غونډه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ درې تړونونه لاسلیک شول

د غونډې ګډونوالو د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي فرصتونو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د خصوصي سکټور همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي

د راپورونو له مخې، لاسلیک شوي تړونونه په بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د همکارۍ د پراخولو لپاره شوي، څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ راکړه ورکړه او پانګونه زیاته شي

دا تړونونه په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې کابل او تهران په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، او دواړه لوري هڅه کوي د ګډو اقتصادي پروژو او سوداګریزو فرصتونو له لارې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto