امریکا: د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځاندفاع له حقه ملاتړ کوو
بریانیوز- شنبه، ١۳ سرطان ١٤٠٥
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو او امنیتي ګواښونو پر وړاندې د پاکستان د ځاندفاع له حقه ملاتړ کوي او د ترهګرۍ ضد هڅو کې له اسلاماباد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي
د دغه وزارت ویاند ویلي، امریکا د سیمې امنیت مهم ګڼي او باور لري چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو حق لري. هغه زیاته کړې چې واشنګټن د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د سیمې د ثبات لپاره اړینه بولي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د وروستیو نښتو او اوښتو بریدونو له امله کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی. پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر وسلهوال د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، خو اسلامي امارت دا ادعاوې په وار وار رد کړې دي
اسلامي امارت ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښو اړیکو غوښتونکی دی
د امنیتي وضعیت له ترینګلتیا سره هممهاله، د امریکا وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له پاکستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، هغه موضوع چې ښايي د سیمې پر امنیتي او سیاسي اړیکو اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
827
-
مقاله
525
-
سیاست
175
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl