واشنګټن : امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایسته
بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سوریه په رسمي ډول د هغو هېوادونو له نوملړه ایستلې چې د واشنګټن له نظره د ترهګرۍ ملاتړي بلل کېږي. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت د یوې خبرتیا له مخې عملي شوې ده
د راپورونو له مخې، د سوریې د نوم ایستلو پرېکړه تر هغه وروسته عملي شوه چې د امریکا حکومت یې له مخکې اعلان کړی و او په کانګرېس کې یې اړوندې قانوني او څېړنیزې چارې بشپړې شوې
د سوریې له نوملړه ایستل د دمشق او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بدلون لپاره مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې دغه پرېکړه د سوریې پر وړاندې د ځینو اقتصادي محدودیتونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړي
امریکا په تېرو کلونو کې د سوریې پر حکومت د امنیتي اندېښنو، د وسلهوالو ډلو د ملاتړ د ادعاوو او د کورنۍ جګړې په تړاو پراخ بندیزونه لګولي وو. دغو بندیزونو د سوریې اقتصاد سخت اغېزمن کړی او د نړیوالو اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې هم محدودیتونه رامنځته کړي وو
د سوریې د نوملړه ایستل په داسې حال کې کېږي چې دمشق هڅه کوي له اوږدې جګړې او نړیوالې انزوا وروسته خپل بهرني اړیکې بېرته پراخې کړي او له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي او سیاسي تعامل نوې لارې پرانیزي
د امریکا دا پرېکړه کولی شي د سوریې لپاره د نړیوالو اقتصادي اړیکو په برخه کې د نوي پړاو پیل وي؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بشپړ عادي کېدو لپاره لا هم ګڼ سیاسي او امنیتي خنډونه پر ځای پاتې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?