news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عذرا ضیا: امریکا دې له افغان متحدانو سره خپلې ژمنې پوره کړي

عذرا ضیا: امریکا دې له افغان متحدانو سره خپلې ژمنې پوره کړي

عذرا ضیا: امریکا دې له افغان متحدانو سره خپلې ژمنې پوره کړي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن — د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله عذرا ضیا پر واشنګټن غږ کړی چې له خپلو افغان متحدانو سره کړې ژمنې پوره کړي او د کډوالۍ په برخه کې خپلې سختې پالیسۍ بدلې کړي

ضیا ویلي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ دی او په داسې شرایطو کې باید د افغانانو پر وړاندې د ملاتړ او مرستې بهیر نور هم پیاوړی شي

نوموړې ټینګار کړی چې امریکا له هغو افغانانو سره ځانګړي مسوولیتونه لري چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده. د هغې په باور، د دغو خلکو د برخلیک په اړه شوې ژمنې باید عملي شي

عذرا ضیا د افغانستان د سولې او سیاسي خبرو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په مذاکراتو کې د ښځو څنډې ته کول د سولې بهیر ته زیان رسوي

د نوموړې په وینا، افغان ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه له پرېکړو او خبرو اترو څخه لرې نه کړل شي، ځکه د دوی ګډون د یوې دوامدارې سولې لپاره مهم دی

ضیا پر نړیوالې جنایي محکمې د امریکا پر فشارونو هم نیوکه کړې ده. هغې دغه محکمه د طالبانو د حساب‌ورکونې لپاره یوه مهمه او یوازینۍ نړیواله قانوني لار بللې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله وايي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له پامه ونه غورځوي او د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د حقونو د خوندي کولو لپاره خپل فشارونه او هڅې روانې وساتي

د ضیا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د بشري وضعیت، د کډوالو د برخلیک او د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto