news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» چاودنې په اړه نوي محرم اسناد موندل شوي

د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» چاودنې په اړه نوي محرم اسناد موندل شوي

د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» چاودنې په اړه نوي محرم اسناد موندل شوي

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا د جنګ وزارت وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» ته څېرمه د شوې خونړۍ چاودنې د بیا څېړنې پر مهال نوي محرم اسناد موندل شوي دي

د دغه وزارت په وینا، یاد اسناد تر دې مخکې د ځانګړي څېړنیز پلاوي د لاسرسي په واک کې نه وو او اوس د پېښې د بیا ارزونې لپاره د څېړونکو په اختیار کې ورکړل شوي دي

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر له «ابي دروازې» سره نږدې په یوه چاودنه کې ګڼ شمېر ملکي افغانان او د امریکا سرتېري ووژل شول. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه افغانان د هېواد پرېښودو لپاره د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو

امریکايي چارواکي وايي، د نویو موندل شویو اسنادو ارزونه به د دې لپاره ترسره شي چې د چاودنې د څرنګوالي، امنیتي وضعیت او د پېښې پر وړاندې د چمتووالي په اړه نور معلومات روښانه شي

تر اوسه د امریکا د جنګ وزارت د نویو محرم اسنادو کره محتوا او هغه معلومات نه دي افشا کړي چې ښايي د پېښې د لاملونو یا مسوولیت په اړه یې ولري

د دغې چاودنې د څېړنې بیا پرانیستل په داسې حال کې دي چې د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» برید لا هم د افغانستان د وروستیو شخړو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي او د قربانیانو کورنۍ د پېښې د ټولو اړخونو د روښانه کېدو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto