اوچا: افغانستان کې د سرپناه برابرولو لپاره د ۱۵۳ میلیونه ډالرو کسر شته
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، په افغانستان کې د بېځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د سرپناه برابرولو بشري غبرګون له جدي مالي کمښت سره مخ دی
د اوچا د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانانو د سرپناه اړوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه د دې اړتیا یوازې یوه ډېره کوچنۍ برخه تمویل شوې ده
دغه اداره وايي، لا هم شاوخوا ۱۵۳ میلیونه ډالره مالي کسر موجود دی چې له امله یې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د خوندي او مناسبې سرپناه برابرول له جدي خنډونو سره مخ شوي دي
اوچا خبرداری ورکوي چې د بودیجې د کمښت دوام کولی شي هغه میلیونونه افغانان لا زیانمن کړي چې د جګړو، طبیعي پېښو، بېوزلۍ او نورو ستونزو له امله خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي
د ملګرو ملتونو دغه اداره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري اړتیاوو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي، څو اړمنو کورنیو ته د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او د ژوند د ژغورنې لپاره اړینې مرستې ورسول شي
د اوچا په وینا، د سرپناه نشتوالی یوازې د کور د له لاسه ورکولو ستونزه نه ده، بلکې د بېځایه شویو کورنیو روغتیا، خوندیتوب او د ماشومانو پر ژوند هم مستقیم اغېز لري
د بشري مرستو د بودیجې کمښت په داسې حال کې دی چې افغانستان لا هم د پراخو بشري اړتیاوو له بحران سره مخ دی او د بېوزلو او بېځایه شویو کورنیو شمېر د دوامدارو مرستو اړتیا لا ډېروي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?