news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محسن رضايي: د سمندري محاصرې د دوام په صورت کې به د امریکا اقتصادي ګټې په نښه کړو

محسن رضايي: د سمندري محاصرې د دوام په صورت کې به د امریکا اقتصادي ګټې په نښه کړو

محسن رضايي: د سمندري محاصرې د دوام په صورت کې به د امریکا اقتصادي ګټې په نښه کړو

 بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران — د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که پر ایران سمندري محاصره دوام وکړي، تهران به د امریکا اقتصادي ګټې په «شدت او ځواک» سره په نښه کړي

رضايي په یوه مرکه کې ویلي، ایران د اوربند پر مهال سمندري محاصره ماته کړې او د همدې مودې په جریان کې یې د شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ میلیونه بېرله تېلو د صادرولو توان پیدا کړی دی.

نوموړي ادعا کړې چې د ایران د تېلو پلور بېرته د بندیزونو له پلي کېدو مخکې کچې ته رسېدلی او هېواد یې د تېلو د صادراتو لپاره نوې لارې هم رامنځته کړې دي

رضايي ویلي، که سمندري محاصره بیا هم دوام ومومي، د ایران غبرګون به یوازې په سیاسي دریځونو محدود نه وي، بلکې د امریکا اقتصادي ګټې به هم د تهران د احتمالي اقداماتو په ډله کې شاملې وي

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې د سمندري تګ راتګ او د تېلو صادراتو موضوع د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف له مهمو محورونو څخه ګرځېدلې ده. تهران ټینګار کوي چې د اقتصادي فشارونو او محاصرې پر وړاندې به د خپل اقتصادي فعالیت د دوام لپاره بدیلې لارې وکاروي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto