ولسمشر ولادیمیر پوتین: بریکس د څو قطبي نړیوال نظم په جوړولو کې مهم ځواک ګرځېدلی
بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، بریکس د څو قطبي نړیوال نظم د رامنځته کولو او د څو اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر یوه مهم نړیوال ځواک بدل شوی دی
پوتین دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړې دي. نوموړي ویلي، د بریکس د غړو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۲ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې او د دې ډلې اقتصادي اغېز په نړیواله کچه مخ په پراخېدو دی
د روسیې ولسمشر ویلي، د بریکس غړي هېوادونه د نړۍ د اقتصاد لویه برخه جوړوي او د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې هم د پام وړ ونډه لري. د بریکس پراخ شوی جوړښت اوس ۱۱ بشپړ غړي لري او نږدې نیمایي نړیوال نفوس تر خپل پوښښ لاندې راولي
پوتین زیاته کړې چې مسکو د بریکس په چوکاټ کې د نوې تادیاتي بېخبنا، د ګډې بیمې د میکانیزم او د غلو دانو لپاره د ګډ بازار د جوړولو په ګډون یو شمېر نوښتونه وړاندې کړي دي
د دې نوښتونو موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او مالي همکاریو لا پراخول بلل شوي دي
هغه د بریکس د نوي پراختیايي بانک د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی
د بانک رسمي معلومات ښيي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د دغه بانک له خوا د شاوخوا ۴۲.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۴۰ پروژې منظورې شوې دي، چې د انرژۍ، ترانسپورټ، اوبو، چاپېریال او ټولنیزې بېخبنا په برخو کې دي
پوتین ویلي، د بریکس د مالي او اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا کولی شي غړو هېوادونو ته د نړیوال اقتصاد په بدلېدونکي وضعیت کې د لا ډېرو فرصتونو زمینه برابره کړي
نوموړي ټینګار کړی چې بریکس باید د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري، سوداګري او پانګونه لا پراخه کړي او په نړیوالو اقتصادي او سیاسي چارو کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه پیاوړې کړي. په روانه سرمشریزه کې د بریکس مشرانو هم د څو قطبي نړیوال نظم او د نړیوالو بنسټونو د اصلاح پر اړتیا ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?