د ملګرو ملتونو سرمنشي: نړیوال بنسټونه باید د نړۍ له نويو واقعیتونو سره سم اصلاح شي
بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، د نړۍ اقتصادي او سیاسي ځواکونه په پراخه کچه بدل شوي او نړیوال بنسټونه باید د اوسنیو واقعیتونو له مخې اصلاح او نوي شي
ګوترېش دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې کړې دي نوموړي ټینګار کړی چې د نړۍ په پرېکړو کې باید د مخ پر ودې هېوادونو ونډه زیاته شي او نړیوال نظام باید د ټولو هېوادونو د اوسني اقتصادي او سیاسي وزن استازیتوب وکړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ځانګړي ډول د امنیت شورا او نړیوالو مالي بنسټونو د اصلاح غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو پرېکړو په بهیر کې د مخ پر ودې هېوادونو د پراخ حضور لپاره باید زمینه برابره شي
هغه تمویل، نوې ټکنالوژي، اقلیمي عدالت او د سولې ټینګښت د نړیوالې ودې له مهمو لومړیتوبونو څخه بللي دي. ګوترېش ویلي، د دغو برخو په اړه نړیواله همکاري کولی شي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ټولنیز واټن راکم کړي
نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې ټکنالوژۍ واک، سرچینې او اقتصادي ګټې لا هم تر ډېره د څو لویو شرکتونو او هېوادونو په لاس کې دي
ګوترېش ټینګار کړی چې مصنوعي ځیرکتیا باید د ټولو هېوادونو او خلکو لپاره د پرمختګ وسیله وګرځي، نه دا چې د نړۍ د محدود شمېر هېوادونو او شرکتونو اقتصادي او تخنیکي واک نور هم پیاوړی کړي
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نړیوالو بنسټونو د اصلاح ترڅنګ د اقتصادي ودې، ټکنالوژۍ، اقلیمي بدلون او سولې په برخو کې ګډې هڅې زیاتې کړي، څو د نړۍ د اوسنیو بدلونونو پر وړاندې اغېزمن نړیوال نظام رامنځته شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?