روسيه:مسکو او شاوخوا سیمې ته پراخو بېپیلوټه بریدونو مرګژوبله اړولې
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د روسیې د پلازمېنې مسکو او شاوخوا سیمو د تېرې شپې په پراخو بېپیلوټه بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د روسي چارواکو په وینا، په مسکو سیمه کې ۲۴۹ بېپیلوټه الوتکې شنډې شوې دي
د مسکو سیمې والي اندرې ووروبیوف ویلي، بریدونه د سیمې په ۱۷ ولسوالیو کې شوي او په څو استوګنیزو ودانیو او یوه زېرمتون کې اور لګېدلی دی
د نوموړي په وینا، د سوفیینو په سیمه کې یوه بېپیلوټه الوتکه پر درېپوړیزې استوګنیزې ودانۍ لګېدلې، چې له امله یې یوه ۴۴ کلنه ښځه وژل شوې او پنځه کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. په اورېخوو زویوفسکي ولسوالۍ کې هم یو بل کس په خپل کور کې وژل شوی دی
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د مسکو د تېلو چاڼځای یوه برخه هم د بریدونو له امله زیانمنه شوې ده. د بریدونو له امله د مسکو په څو هوايي ډګرونو کې د الوتنو تګ راتګ هم لنډمهاله محدود شوی و
بلخوا، اوکرایني چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې د کییف او نورو سیمو په ګډون د اوکراین په بېلابېلو برخو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو ورځو کې پر یو بل د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه زیات شوي دي
دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې روسیه او اوکراین لا هم د انرژۍ، ترانسپورټي او لوژستیکي تاسیساتو پر ضد لرې واټن ویشتونکي بریدونه کوي او د جګړې د پراخېدو اندېښنې دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?