تهران : د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو غونډې ته؛ نیویارک ته د سفر تیاری نیسي
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به په راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۸۱مې دورې د ګډون او وینا لپاره د امریکا نیویارک ښار ته سفر وکړي
ټاکل شوې نوموړی د عمومي غونډې په ترڅ کې د ایران دریځونه او لیدلوري له نړیوالو مشرانو او استازو سره شریک کړي او د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او لوړپوړو چارواکو سره هم جلا لیدنې ولري
د ایران د رسنیو د معلوماتو له مخې، د ولسمشر د سفر پر مهال به د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وشي
بلخوا ویل شوي چې سږ کال د پزشکیان د رسنیز ټیم هېڅ غړي ته د امریکا ویزه نه ده ورکړل شوې. د دې پرېکړې لامل په رسمي ډول نه دی روښانه شوی
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ۸۱مه دوره ټاکل شوې د سپټمبر له ۲۲مې تر ۲۹مې پورې د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي به پکې ګډون وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1833
-
اخبار افغانستان
964
-
مقاله
770
-
سیاست
355
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl