غزه : د غزې تر خاورو لاندې نږدې اته زره مړي؛ د جګړې د قربانیانو لټون له سختو ستونزو سره مخ
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
په غزه کې د جګړې له امله د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د نږدې اته زره کسانو د مړو پاتې کېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو د درنو ماشینونو او اړینو وسایلو کمښت د قربانیانو د موندلو او راایستلو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی
ځايي چارواکي وايي، د جګړو له امله په سلګونو ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د دغو ودانیو تر خاورو لاندې د پاتې کسانو د مړو د راایستلو لپاره کافي وسایل او امکانات نه لري
دوی وايي، د ژغورنې او لټون ډلې په ډېرو سیمو کې د درنو ماشینونو د نشتوالي له امله له ساده وسایلو او محدودو امکاناتو کار اخلي، چې له کبله یې د قربانیانو د راایستلو چارې ورو پر مخ ځي
د بېځایه شویو کسانو د یوه کمپ استازي طارق غانم ویلي، خلک غواړي جګړه او ویجاړۍ پای ته ورسېږي، د اسرائیلو پوځ له غزې ووځي او سرحدي لارې پرانیستل شي، څو بشري مرستې او د بیا رغونې اړین توکي سیمې ته داخل شي
هغه ویلي، که د بیا رغونې لپاره لازم شرایط برابر شي، خلک به وکولای شي خپل ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي او خپلو سیمو ته ستانه شي
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکي وايي، د غزې له خاورو څخه د راایستل شویو قربانیانو د پام وړ برخه ښځې او ماشومان دي، چې د جګړې د پراخو بشري زیانونو بله څرګنده بېلګه ګڼل کېږي
د غزې پراخې ویجاړۍ او د قربانیانو د مړو د راایستلو ستونزې په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې د بیا رغونې لپاره د پراخو بشري مرستو او تخنیکي امکاناتو اړتیا لا هم زیاته ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?