news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کډوالو د نړیواله ادارې : له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې؛ د بیا مېشتېدو اندېښنې زیاتې شوې

کډوالو د نړیواله ادارې : له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې؛ د بیا مېشتېدو اندېښنې زیاتې شوې

کډوالو د نړیواله ادارې : له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې؛ د بیا مېشتېدو اندېښنې زیاتې شوې

(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د روان لمریز کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستانه د افغانانو د ستنېدو بهیر په پراخه کچه دوام لري؛ داسې بهیر چې د کور، کار او لومړنیو خدمتونو برابرول یې د راستنېدونکو او کوربه ټولنو لپاره لویه ننګونه ګرځولې ده

د ملګرو ملتونو او د کډوالو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو شمېر له یو میلیون او ۱۷۰ زرو اوښتی، چې د جبري ایستلو، رضاکارانه ستنېدو او نورو ډولونو راستنېدنې پکې شاملې دي. د اګست تر ۲۹مې پورې له پاکستانه شاوخوا ۶۹۵ زره او له ایرانه نږدې ۴۸۵ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي

یو شمېر هغه کسان چې له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي، وايي چې د خپلو شتمنیو د راټولولو او د افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره ورته کافي وخت نه دی ورکړل شوی. دوی اندېښنه لري چې له کلونو بهر مېشتېدو وروسته په افغانستان کې د کور، کار او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول ورته اسانه نه دي

له پاکستانه راستون شوی ذاکر وايي: «موږ ته یې اجازه نه راکوله چې هلته ژوند وکړو، ان ګواښ یې کاوه چې کورونه به مو وران کړي»

د کډوالو د چارو شنونکي وايي، د دومره لوی شمېر خلکو ناڅاپي راستنېدل د افغانستان پر کار بازار، کورونو، روغتیا، زده‌کړو او نورو عامه خدمتونو اضافي فشار اچوي. د ملګرو ملتونو د راستنېدونکو لپاره د ۲۰۲۶ کال په طرحه کې هم د کور، کار، روغتیا، زده‌کړې او نورو بنسټیزو خدمتونو اړتیاوې د راستنېدونکو له مهمو ستونزو څخه بلل شوې دي

د کډوالو د چارو فعال محمدخان طالبي محمدزي وايي، د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې ته باید له مخکې منظم چمتووالی ونیول شي او د راستنېدونکو د ثبت، مېشتېدو، کارموندنې او ټولنیز ادغام لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ ګډ میکانېزم رامنځته شي

بلخوا، په کابل کې یو شمېر اوسېدونکي له ایران او پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر منظم او د هغوی د انساني کرامت او لومړنیو حقونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي

د کابل اوسېدونکی محمدحلیم وايي، له پاکستانه غواړي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره، کډوال په تدریجي او منظم ډول هېواد ته ستانه کړي

د کابل بل اوسېدونکی الهام بیا غوښتنه کوي چې له ایران او پاکستانه دې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لږ تر لږه د ژمي تر پای پورې وځنډول شي

بلخوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۹۴ زره کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل شوې دي

د کډوالو د ستنېدو د روان بهیر پراخوالی په داسې حال کې دی چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ډسمبر پورې د ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانانو د احتمالي راستنېدو لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو د مرستو پلان جوړ کړی دی

د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره، د هغوی د سرپناه، کار او لومړنیو خدمتونو برابرول به د افغانستان له مهمو بشري او اقتصادي ننګونو څخه وي؛ په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې له کلونو وروسته بېرته هېواد ته ستنېږي او د ژوند د بیا پیل لپاره کافي امکانات نه لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto