news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عامې روغتیا وزارت : په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو دویم سراسري واکسین کمپاین پیل شو

عامې روغتیا وزارت : په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو دویم سراسري واکسین کمپاین پیل شو

عامې روغتیا وزارت : په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو دویم سراسري واکسین کمپاین پیل شو 

(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د پولیو واکسین دویم سراسري کمپاین پیل شوی چې له مخې به یې په څلور ورځو کې نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي

د دغه وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل وايي، په جنوبي زون کې د کمپاین د لا ښه پلي کېدو لپاره به د واکسین لړۍ د سې‌شنبې په ورځ پیل شي

نوموړي ویلي، سږ کال تر دې وړاندې یو ملي او دوه فرعي واکسیني کمپاینونه ترسره شوي او روان کمپاین د ۲۰۲۶ کال څلورم کمپاین دی. د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د وقایوي تدابیرو په پلي کولو سره د ساري ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي

بلخوا، یو شمېر کورنۍ د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسیني کمپاینونو پر دوام او پراخېدو ټینګار کوي. د کابل اوسېدونکی برکت‌الله وايي، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې باید ماشومانو ته د واکسین رسولو لړۍ پیاوړې شي.

د کونړ اوسېدونکی بلال هم له قومي مشرانو او دیني عالمانو غواړي چې هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې لا هم د پولیو واکسین په اړه اندېښنې لري

ډاکټران وايي، د پولیو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو مهمه لار د واکسین له لارې مخنیوی دی. ډاکټر سیدشریف حسیني ټینګار کوي چې کورنۍ باید خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي او له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی، خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه دغه شمېر نه دی تایید کړی او نه یې رد کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto