news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : اسلامي امارت له اذربایجان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

کابل : اسلامي امارت له اذربایجان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

کابل : اسلامي امارت له اذربایجان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي

(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اذربایجان «ورور هېواد» بللی او له باکو سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

مجاهد له یوې اذربایجاني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، اذربایجان له اوسني افغان حکومت سره اړیکې لري، خو تر اوسه یې په رسمي ډول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی. نوموړي ویلي، کابل غواړي د سیمې، ګاونډیو او اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د خپلو اړیکو د رسمي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي

هغه د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمي رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د مسکو دغه پرېکړه باید د نورو هېوادونو لپاره هم د اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي. روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد و چې د اسلامي امارت حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند

مجاهد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د څوکۍ موضوع هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د اوسني حکومت استازي ته د دغې څوکۍ د سپارلو لپاره هڅې روانې دي. نوموړي ادعا کړې چې د ځینو هېوادونو سیاسي نفوذ د اسلامي امارت د استازي د حضور خنډ ګرځېدلی دی

هغه ویلي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود، په نړیوالو بنسټونو کې اغېز لري او باید د افغانستان په اړه له یو اړخیز چلند څخه ډډه وشي. د ملګرو ملتونو د افغانستان د څوکۍ موضوع تر اوسه نه ده حل شوې او د اسلامي امارت د استازي د اعتبار موضوع له ۲۰۲۱ کال راهیسې د اعتبارلیکونو د کمېټې له خوا له ځنډ سره مخ ده

د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رسمیت پېژندنې او په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازولۍ موضوع لا هم د مهمو سیاسي اختلافونو له ډلې ده. په ورته وخت کې، کابل هڅه کوي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره اقتصادي، سوداګریزې او سیاسي اړیکې پراخې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto