اسلامي همکاریو سازمان : د افغانستان د مرستو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې
(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې کړې دي
په دې غونډه کې د افغانستان د روان بشري وضعیت، پراختیايي اړتیاوو او له افغان ولس سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی دی
د تماس ډلې غړو د افغانستان د اړتیاوو د ارزونې ترڅنګ، د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا او د اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو پر دوام ټینګار کړی دی
په غونډه کې د افغانستان د پراختیايي اړتیاوو لپاره د نړیوالو همکاریو د پراخېدو او د مرستندویو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پر اهمیت هم خبرې شوې دي
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډله له هغو میکانیزمونو څخه ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د بحث او همغږۍ لپاره فعالیت کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1841
-
اخبار افغانستان
968
-
مقاله
775
-
سیاست
359
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl