news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مسعود پزشکیان: ایران د ترهګرۍ قرباني ده او اټومي انرژي د هېواد د پرمختګ لپاره غواړي

مسعود پزشکیان: ایران د ترهګرۍ قرباني ده او اټومي انرژي د هېواد د پرمختګ لپاره غواړي

مسعود پزشکیان: ایران د ترهګرۍ قرباني ده او اټومي انرژي د هېواد د پرمختګ لپاره غواړي

(بریانیوز پنجشنبه (۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

 د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې ویلي، ایران د ترهګرۍ قرباني دی او هغه کسان چې دغه هېواد په ترهګرۍ تورنوي، د ده په وینا، د ایران ماشومان یې په ښوونځیو او لوبغالو کې وژلي دي

 ایران په تېرو ۲۰۰ کلونو کې پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی او تل یې د خپل هېواد دفاع کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې تهران د جګړې او یرغل غوښتونکی نه دی، بلکې د خپل هېواد د دفاع لپاره د پیاوړتیا هڅه کوي

هغه زیاته کړې چې ایران اټومي انرژي د هېواد د پرمختګ لپاره غواړي، نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د برید لپاره. نوموړي همداراز ویلي چې تهران به د خپلې سوله‌ییزې اټومي ټکنالوژۍ له حقه تېر نه شي، خو اټومي وسلې نه غواړي

د ایران ولسمشر ویلي، هېواد یې د هر ډول برید پر وړاندې له خپل قلمرو څخه په ټول توان دفاع کوي او د ایران دفاعي وړتیاوې د دې لپاره جوړېږي چې د دغه هېواد پر ښارونو برید بې‌ځوابه پاتې نه شي

پزشکیان د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو چلندونو د توپیر ادعا هم کړې او ویلي یې دي چې اسرائیل اټومي وسلې لري، خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي په ایران کې د اټومي پروګرام د څارنې لپاره غوښتل کېږي. اسرائیل په رسمي ډول د اټومي وسلو لرل نه تاییدوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto