ریچارډ بنټ: په هلمند او کونړ کې د پاکستان بریدونه د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده
(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په هلمند او کونړ کې د پاکستان د تېرې ورځې هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده
نوموړي په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبلې ته په اشارې ویلي چې د پېښې په اړه باید حسابورکونه یقیني شي او د ملکي وګړو د زیانمنېدو څرنګوالی په جدي توګه وڅېړل شي
بنټ د بریدونو په اړه پوښتنه کړې چې دا پېښه د «بېکفایتۍ، بېغورۍ او که تر دې د کوم بد حالت» پایله ده، او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه باید روښانه معلومات وړاندې شي
د بشري حقونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی په داسې حال کې د دغو بریدونو په اړه څرګندونې کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د دواړو هېوادونو پر اړیکو سربېره، د سرحدي سیمو د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي
د نړیوالو قوانینو له مخې، په وسلهوالو شخړو کې د ملکي وګړو د ساتنې اصل له اساسي موضوعاتو څخه دی او د ملکي وګړو د مرګژوبلې هره ادعا د جدي او خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1871
-
اخبار افغانستان
989
-
مقاله
795
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl