news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان او بیلاروس : کابل او مېنسک د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کوي

افغانستان او بیلاروس : کابل او مېنسک د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کوي

افغانستان او بیلاروس : کابل او مېنسک د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کوي

(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان او بیلاروس ترمنځ په وروستیو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د متقابلو سفرونو او لیدنو لړۍ هم پراخه شوې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي

په تېره څه باندې یوه میاشت کې د افغانستان درېیو وزیرانو بیلاروس ته سفرونه کړي دي. اوس مهال د صنعت او سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران په دغه هېواد کې دي، او تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هم بیلاروس ته تللی و

د وروستیو لیدنو پر مهال د سوداګرۍ او پانګونې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا او د سیاسي استازولیو د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي. د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي

په اقتصادي برخه کې د سوداګریز او پانګونې فورمونو د جوړېدو، د بانکي راکړو ورکړو د اسانتیا، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د پنبې له تولیدي ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې شوې دي

افغانستان بیلاروس ته لاسي صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، حبوبات، وچې او تازه مېوې او نور توکي صادروي، په داسې حال کې چې له بیلاروس څخه خوراکي توکي، ساختماني مواد، تېل او د صنعت لپاره اړین خام مواد واردېږي

اقتصادي شنونکي وايي، بیلاروس د صنعت او کرنې په برخو کې د خپلو ظرفیتونو له امله کولای شي له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په پراختیا کې همکاري وکړي. د دوی په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولای شي د افغان محصولاتو لپاره د نویو بازارونو د موندلو او د پانګونې د جلب زمینه برابره کړي

د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اړیکو د پراختیا لړۍ یوازې د افغان چارواکو تر سفرونو محدوده نه ده؛ تر دې وړاندې د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم کابل ته سفر کړی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه یې خبرې کړې وې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto