news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بغداد : وروستي امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل؛ په بغداد کې یې ځینو عراقیانو هرکلی وکړ

بغداد : وروستي امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل؛ په بغداد کې یې ځینو عراقیانو هرکلی وکړ

بغداد : وروستي امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل؛ په بغداد کې یې ځینو عراقیانو هرکلی وکړ 

(بریانیوزشنبه(۱۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

له څه باندې دوو لسیزو پوځي حضور وروسته، وروستي امریکايي ځواکونه د عراق له خاورې ووتل. وروستي سرتېري د عراق د کردستان له خودمختارې سیمې په اربیل کې له یوې هوايي اډې ووتل او په بغداد کې یو شمېر عراقیانو د دغه اقدام هرکلی وکړ

یو شمېر عراقي وګړي د بیرغونو او بینرونو په پورته کولو سره سړکونو ته راوتلي وو او د امریکايي ځواکونو وتل یې د خپل هېواد په تاریخ کې د یوه نوي پړاو د پیلېدو لپاره مهم ګام وباله

د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي د ایتلافي ځواکونو د ماموریت د پای په مراسمو کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره عراق د خپل امنیت او ثبات د لا زیات مسؤلیت اخیستو نوي پړاو ته داخلېږي. نوموړي ټینګار کړی چې عراقي امنیتي ځواکونه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او عراق لپاره بریا بللې او ویلي یې دي چې په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت اوږده دوره پای ته رسېدلې ده

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د حکومت د نسکورولو لپاره پر عراق برید وکړ. امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواد څخه ووتل، خو په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلې له پراخېدو او د عراق د ګڼو سیمو له نیولو وروسته بېرته دغه هېواد ته ستانه شول

د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۴ کال له هوکړې وروسته ترسره شو او د سپټمبر پر ۳۰مه د عراق د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو سره بشپړ شو. امریکا وايي، له دې وروسته به د عراق او امریکا اړیکې د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ پر بنسټ دوام وکړي او د روزنې او استخباراتي ملاتړ په برخو کې به محدوده همکاري روانه وي

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره، د عراق د امنیت د راتلونکي په اړه بېلابېل نظرونه هم مطرح شوي دي. ځینې عراقیان دا اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره مهم بولي، خو ځینې نور د اسلامي دولت ډلې د پاتې شونو او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري

په عراق کې د څه باندې دوو لسیزو جګړو پر مهال له ۴۵۰۰ ډېر امریکايي سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې د عراق د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر له ۲۰۰ زرو څخه ډېر اټکل شوی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto