news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته پنځه ورځنی سفر پیلوي

(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې د سیمه‌ ییزو او نړیوالو تحولاتو، د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي

د سفر د اعلان له مخې، روبیو به په هند کې له چارواکو سره د سیمې او نړۍ د روانو بدلونونو او د انرژۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي. هند د امریکا لپاره په اسیا کې یو مهم اقتصادي او ستراتیژیک شریک بلل کېږي

روبیو به په ازبکستان کې هم له چارواکو سره لیدنې ولري. په دې سفر کې به نوموړی د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان له چارواکو سره هم وګوري او د سیمه‌ییزو اړیکو او همکاریو په اړه به خبرې وکړي

د راپورونو له مخې، له ۲۰۰ څخه د زیاتو سوداګریزو مشرانو یو پلاوی به هم په دې سفر کې له روبیو سره مل وي. د دغه پلاوي ګډون د سفر اقتصادي اړخ ته ځانګړی اهمیت ورکوي او تمه کېږي چې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه هم بحثونه وشي

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې امریکا هڅه کوي په اسیا او منځنۍ اسیا کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د انرژۍ، سوداګرۍ او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې همکاري د واشنګټن او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto