د برېښنا شرکت : د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د چټکتیا لپاره خبرې شوې دي
د برېښنا شرکت : د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د چټکتیا لپاره خبرې شوې دي
(بریانیوز چهارشنبه (۲۲/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان او ازبکستان چارواکو د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې د پاتې کارونو د چټکتیا، د شته خنډونو د لرې کولو او د پروژې د بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي. دواړو لورو هوکړه کړې، چې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې او د پروژې د عملي چارو د چټکتیا لپاره ګډې هڅې زیاتې کړي
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او د دغه هېواد له تخنیکي مسؤلینو سره په ګډه غونډه کې د پروژې د پرمختګ، شته ستونزو او د پاتې فعالیتونو د چټک بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي
همکار په دې غونډه کې د یادې پروژې پر ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هغې بشپړېدل به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د برېښنا د سوداګرۍ د زیاتېدو زمینه برابره کړي
د پروژې د هغو ساحوي فعالیتونو د بېرته پیلولو موضوع هم څېړل شوې، چې د بېلابېلو ستونزو له امله درېدلي دي. دواړو لورو ټینګار کړی، چې د موجودو خنډونو لرې کول او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا د پروژې د بشپړېدو لپاره اړین دي
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې خپلې ګډې هڅې به زیاتې کړي، څو پاتې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بشپړې او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژه د افغانستان د برېښنا د لېږد د ظرفیت د پیاوړتیا او له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې مهمه بلل کېږي
د دې پروژې بشپړېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا د سوداګرۍ او د انرژۍ په برخه کې د سیمهییزې همکارۍ لپاره مهم ګام وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?