اسلام آباد: د پاکستان حکومت او تحریک انصاف د مراد سعید پر سر یو بل تورنوي
(بریانیو پنجشنبه (۲۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله ادعا کړې چې د تحریک انصاف مخکښ مشر مراد سعید په افغانستان کې دی او له هغه ځایه د خیبر پښتونخوا چارې اداره کوي. نوموړي د فدرالي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ پړه هم پر مراد سعید او سهیل اپریدي اچولې ده
رانا ثناءالله ویلي، د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو د ناکامۍ په رامنځته کېدو کې د یادو کسانو رول مهم دی. خو نوموړي د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره په ورکړل شویو څرګندونو کې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
بل لور ته، د تحریک انصاف مشر ګوهر خان د حکومت دغه تورونه بېاساسه بللي او ویلي یې دي چې د خبرو اترو د ناکامۍ مسوولیت د حکومت پر غاړه دی، ځکه د ده په وینا، حکومت پخپله د خبرو له مېزه وتلی دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی چې د مراد سعید په اړه به پټ اسناد او معلومات افشا کړي. د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي اختلافونه دوام لري او دواړه لوري د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1917
-
اخبار افغانستان
1030
-
مقاله
812
-
سیاست
389
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl