کابل : افغانستان کې شاوخوا ۹۰۱ کیلومتره مربع ځمکه پر ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده
کابل : افغانستان کې شاوخوا ۹۰۱ کیلومتره مربع ځمکه پر ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده
(بریانیو دوشنبه (۱۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمدیوسف حماد وايي، د افغانستان شاوخوا ۹۰۱ کیلومتره مربع خاوره لا هم پر ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده چې هر کال د ماشومانو په ګډون د ګڼو ملکي وګړو ژوند اخلي او یو شمېر نور ټپیانوي
حماد له ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د تېرو څو لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاودې مهمات لا هم د هېوادوالو ژوند ګواښي او چاودنې یې د ملکي وګړو د وژل کېدو او دایمي معلولیت لامل کېږي
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق په مالي ملاتړ، د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر میاشتې پورې په کندوز او بغلان ولایتونو کې څه باندې ۷۳ زره متره مربع ککړه ځمکه له ماینونو او ناچاودو مهماتو پاکه شوې ده.
حماد د دغو مهماتو د پاکولو بهیر مهم بللی، ځکه د جګړو له پاتې شونو سره د خلکو مخامخ کېدل، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، د مرګ ژوبلې جدي خطر لري
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله شاوخوا ۱۰۲۶ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي
سره له دې چې په ځینو سیمو کې د ماین پاکۍ چارې ترسره شوې دي، د څو لسیزو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند ته جدي ګواښ پېښوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?