اخبار جهان
واشنګټن : امریکا دوه ډیموکراټ استازي د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام د بیا پیل هڅه کوي
واشنګټن : امریکا دوه ډیموکراټ استازي د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام د بیا پیل هڅه کوي
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د استازو جرګې دوه ډیموکراټ غړي، جېسن کرو او سم لېکارډو، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د ایستلو پر وړاندې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام بېرته فعال کړي، څو په شرایطو برابر افغانان وکولای شي په امریکا کې خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي
د راپورونو له مخې، دغو دوو استازو د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو د ملاتړ او لاسلیکونو راټولولو بهیر پیل کړی، څو د یوې داسې طرحې د رایې اچونې لپاره زمینه برابره کړي چې د تصویب په صورت کې به په شرایطو برابر افغانانو ته د ۲۰۲۹ کال تر جولای میاشتې پورې په امریکا کې د اوسېدو او کار کولو قانوني حق ورکړي
دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانانو لپاره د ایستلو پر وړاندې د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت لغوه کړی و. د دې پرېکړې له امله په امریکا کې د مېشتو هغو افغانانو د اوسېدو قانوني وضعیت له ستونزو سره مخ شوی چې د یاد پروګرام له لارې یې خوندیتوب ترلاسه کړی و
د یادې طرحې د وړاندې کولو لپاره د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه راټولول اړین دي. که طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې او تصویب شي، په شرایطو برابر افغانان به وکولای شي د ټاکلې مودې تر پایه په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2056
-
اخبار افغانستان
1102
-
مقاله
830
-
سیاست
410
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl