news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ليکوال : فهيم شاهين : د معجزې انتظار مه کوئ؛ خپله د خپل ژوند د بدلون معجزه شئ

ليکوال : فهيم شاهين : د معجزې انتظار مه کوئ؛ خپله د خپل ژوند د بدلون معجزه شئ

ليکوال فهيم شاهين : د معجزې انتظار مه کوئ؛ خپله د خپل ژوند د بدلون معجزه شئ

(بریانیو دوشنبه (۱۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

په ژوند کې تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چې انسان د خپل بدلون، بریا او خوشحالۍ لپاره د کومې معجزې په انتظار اوسې

ډېر خلک خپل عمر په همدې تمه تېروي چې یوه ورځ به یو څوک راشي، لاس به یې ونیسي، ستونزې به یې حل کړي او د دوی خوبونه په حقیقت بدل

خو د ژوند تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې هېڅوک د بل چا د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې نه کوي

هر انسان د خپلو ستونزو، اهدافو او راتلونکي په فکر کې دی

بایلونکی هغه څوک نه دی چې څو ځله ماتې وخوري، ځکه ماتې د بریا راز دی، اصلي بایلونکی هغه انسان دی چې د عمل په ځای د انتظار فلسفه خپله کړي

هغه څوک چې تل د شرائطو، خلکو او وخت بدلولو ته ګوري، خو خپله د بدلون جرئت نه کوي، په ذهن کې لوی خوبونه لري خو عملي ګام نه اخلي نو  همدا بې عملي ورو ورو د دوی ارادې کمزورې کوي

بریالي خلک د معجزو انتظار نه کوي، خپله د خپل ژوند معجزه جوړېږي

هغوی پوهېږي چې تقدیر یوازې د هیلو په ویلو نه بدلېږي، بلکې د قوي ارادې، پرله‌پسې هڅې او قربانۍ غوښتنه کوي

نړۍ د هغو کسانو قدر کوي چې له ستونزو تېښتې نه، د سختیو څخه د فرصت جوړولو هنر زده کوي

د انسان تر ټولو لوی زندان ذهني محدودیتونه دي

کله چې یو څوک په خپل ذهن کې ځان کمزوری، ناکام او بې وسه وګڼي، نو د پرمختګ ټولې لارې ورباندې بندېږي

ویره، ناهیلي او منفي فکرونه د انسان استعدادونه وژني

ډېر خلک د ناکامۍ له وېرې هېڅ پیل نه کوي، حال دا چې هره لویه لاسته راوړنه د یو وړوکي خو زړور ګام څخه پیلېږي

په ژوند کې سم باو مثبت اورونه د انسان تر ټولو ستر قوت دی. هغه څوک چې په ځان باور ولري حتی په تش لاس هم لوی بدلون راوستلی شي

تاریخ د هغو کسانو له مثالونو ډک دی چې امکانات یې کم ؤ، خو اراده یې قوي وه

بریا د خوب لیدلو نوم نه دی،بریا د دوامداره عمل، نظم، صبر او استقامت نتیجه ده

څوک چې غواړي ژوند یې بدل شي باید لومړی خپل فکر بدل کړي. کمزوري فکرونه کمزورې پایلې زېږوي، خو قوي فکرونه انسان لوړو مقامونو ته رسوي

انسان هغه وخت پرمختګ کوي چې د عذرونو په ځای مسؤلیت ومني او د ستونزو په ځای حل لارې ولټوي

نننی وخت د سیالۍ وخت دی، هغه ملتونه، ټولنې او اشخاص مخکې ځي چې په خپلو وړتیاؤ باور ولري او د انتظار په ځای اقدام کوي

نو راځئ چې د انتظار ذهنیت پرېږدو او د عمل لاره خپله کړو

خپل ذهني محدودیتونه مات کړو، په ځان باور پیاوړی کړو او د خپلو خوبونو د حقیقت لپاره په جرئت ګام پورته کړو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto