
د غزې تړانګه یو ځل بیا د اسراییلي الوتکو د بمونو لاندې راغله. د سیمهییزو سرچینو په وینا، تېره شپه د غزې پر بېلابېلو سیمو درانه بریدونه وشول، چې له امله یې ګڼې ودانۍ ورانې شوې او لسګونه ملکي خلک مړه او ټپیان شوي دي
د ژغورنې ډلې وايي، لا هم د ملبو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي، او د روغتونونو حالت د وسې هاخوا رسېدلی دی
بلخوا د نړیوالو منځګړیو هېوادونو له لوري د سولې د هڅو یو نوی پړاو پیل شوی، او تمه کېږي چې دواړه لوري بېرته د اوربند مېز ته راوګرځي. د منځګړو سرچینو په خبره، د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د اوربند بیا پیل یو اړین ګام بلل کېږي
په همدې حال کې، د غزې خلک وايي، دوی د جګړې له دوړو، ویجاړیو او بمونو ستړي شوي او یوازې د سولې، ارام ژوند او د ماشومانو د خندا هیله لري.
شنونکي باور لري، که د اوربند خبرې بریالۍ شي، دا به د منځني ختیځ د اوږدې جګړې لپاره د امید یوه تازه څرک وي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
138
-
مقاله
42
-
سیاست
9
-
Uncategorized
6
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي