news اخبار فوری
clock

وزیر اعلی سهیل آفریدی: د قبایلي سیمو د نوي دور پیل – تعلیمي، پرمختیايي او اصلاحاتي انقلاب اعلان شو

وزیر اعلی سهیل آفریدی: د قبایلي سیمو د نوي دور پیل – تعلیمي، پرمختیايي او اصلاحاتي انقلاب اعلان شو

د خیبر پښتونخوا نوی او زړور وزیر اعلی سهیل آفریدی د خپل لومړي رسمي غونډې په ترڅ کې د صوبې د پرمختګ، شفاف حکومتدارۍ او د ضم شويو قبایلي سیمو د هوساینې لپاره تاریخي اعلانونه وکړل

سهیل آفریدی وویل چې د قبایلي ولس د روښانه راتلونکې لپاره به د "ټرایبل میډیکل کالج" او "ټرایبل یونیورسټي آف ماډرن ساینسز" بنسټ کېښودل شي، چې څانګې به یې په ټولو ضم شويو ضلعو کې جوړېږي. ده دا هم زیاته کړه چې د ازاد ژورنالیزم د ودې لپاره به د شهید ارشد شریف په نوم ځانګړې یونیورسټي آف انوسټېګېټیو او ماډرن جرنلزم جوړه شي، څو د رښتینې او باجرأته مطبوعاتو لپاره نوې لار پرانستل شي

وزیر اعلی د پېښور د بیا رغونې او ښاري پرمختګ پلان، د سیف سټي پروژې، او د ضم شويو ضلعو په هر تحصیل کې د سپورټس ګراونډونو د جوړېدو اعلان هم وکړ، ویې ویل: "موږ داسې خیبر پښتونخوا غواړو چې هر ځوان ته د تعلیم، روزګار او امن فرصتونه برابر وي

سهیل آفریدی په غونډه کې د کرپشن پر ضد د صفر زغم پالیسي اعلان وکړ او په ټینګو ټکو یې وویل چې "هیڅ څوک به له قانون پورته نه وي، او نه به د سفارش یا تعلقاتو پر بنسټ څوک ګمارل کېږي." ده زیاته کړه چې د ټولو پوسټونو، تبادلو او حکومتي چارو بنسټ به یوازې میرټ او شفافیت وي

وزیر اعلی وویل چې د امن او امان ټینګښت د حکومت لومړیتوب دی، پولیسو ته به عصري وسایل، اسلحې او بشپړ مالي ملاتړ ورکول کېږي، او د شهیدو پولیسو قربانۍ به هېڅکله نه هېرېږي

ده د وفاقي حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا حقه فنډونه او د وار آن ټیرر بجټ بې له ځنډه ورکړي، ځکه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د قربانیو تر شا د دې خاورې د زامنو وینه توی شوې ده.

وزیر اعلی په احساساتي انداز وویل:

"موږ د روایتي سیاست لپاره نه یو راغلي؛ موږ د بدلون، خدمت او انصاف استازي یو. ولس به ډېر ژر محسوس کړي چې رښتینی بدلون رارسېدلی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto