د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې یوې سختې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي. چارواکي وايي چې دا پېښه د سه شنبې په ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د يو دفتر په لومړني پوړ کې د برېښنايي بیټرۍ د چاودنې له امله ناڅاپي اور ولګېد
د جاکارتا د مرکزي برخې د پولیسو مشر سوساتیو پورنومو کوندرو ویلي چې د قربانیانو له ډلې پنځه نارینه او پنځلس ښځې دي، او په وژل شویو کې یوه حامله ښځه هم شامله ده. د هغه په وینا، ډېری کسان د سختو سوځېدنو له امله نه بلکې د دود د خفګان له امله مړه شوي دي
هغه زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو مړي د پولیسو روغتون ته لېږدول شوي څو عدلي طب یې معاینه او پېژندنه بشپړه کړي
پولیس او د اور وژنې ځواکونه وايي چې اور د ودانۍ له لومړي پوړ څخه په چټکۍ سره اووه پوړیزې ادارې ودانۍ نورو برخو ته خپور شو او د شدید تودوخې او غټ دود له امله ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخامخ شول
د جاکارتا د اور وژنې ریاست ویاند ویلي چې لسګونه اور وژونکي لا هم لګیا دي څو د ودانۍ په بېلابېلو پوړونو کې د احتمالي ګیر پاتې کسانو لټون وکړي. د دوی په خبره، د ودانۍ دننه لا هم تودوخه زیاته ده او باید لومړی یې يخ کول ترسره شي
تر اوسه د اورلګېدنې د دقیق لامل په اړه وروستۍ څېړنې روانې دي، خو پولیسو ویلي چې د بیټرۍ د چاودنې اصلي شکمن لامل ګڼل کېږي
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په اندونیزیا کې د زاړه برېښنايي تجهیزات او د خوندیتوب اصولو نه رعایت اکثره وخت د ورته پېښو سبب ګرځي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1540
-
اخبار افغانستان
537
-
مقاله
199
-
سیاست
30
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl