د کاناډا پارلمان د افغانستان د جنسي توپیر د پای ته رسولو نړېوال کنفرانس د کوربتوب چارې ترسره کړې
د کاناډا په پلازمېنه اتاوا کې د پارلمان ودانۍ د یوه مهم نړیوال کنفرانس کوربه وه چې موخه یې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیکې سرکوبګرې پالیسۍ په اړه نړیوال هوښیارتیا رامنځته کول وو
دا ناسته چې «له کابل څخه تر اتاوا» تر عنوان لاندې ترسره شوه، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د دیپلوماتانو، د ښځو د حقونو د مدافعانو او د کاناډا د پارلمان د غړیو په ګډون ترسره شوه
په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې هدفمن محدودیتونه، بندیزونه او سیسټماتیک تبعیض باید د نړیوالو حقونو په چوکاټ کې د «جنسي آپارتاید» په نوم په رسمي توګه وپېژندل شي. د هغوی په باور، دا ډول سرکوب د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د دې پر وړاندې ګډ او قاطع دریځ خپل کړي
ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نړۍ واله ټولنه دې د دې پدیدې قانوني جرم ګڼلو ته یو واضح چوکاټ جوړ کړي او د هغو کسانو په وړاندې دې نړیوال عدالت پلی شي چې د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو د سلبولو مسؤل دي. په غونډه کې دا پوښتنه راپورته شوه چې:
آیا نړیواله ټولنه چمتو ده چې د افغانستان د نیمایي وګړو د دفاع مسؤلیت په رسمي ډول پر غاړه واخلي؟
د غونډې په حاشیه کې، د افغانستان د له زرو څخه د زیاتو ښځو لاسلیک شوې یو مهم لیک هم د کاناډا لومړي وزیر ته وسپارل شو. په دې لیک کې د کاناډا له حکومت څخه غوښته شوې چې په نړیواله کچه د «جنسي آپارتاید» د جرمانګارۍ په برخه کې رهبري کوونکې ونډه واخلي
د ناستې تنظیموونکو ټینګار وکړ چې که نړیواله ټولنه بېړه ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو د حقونو له منځه وړل نور هم ژور او دوامدار شي. هغوی وویل چې دا مهال د افغان ښځو غږ له نړۍ سره د وصل یو مهم پړاو ته رسېدلی او د نړیوال چلند بدلون کول د وخت جدي اړتیا ده