news اخبار فوری
clock

افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد اعلان شو

افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد اعلان شو

کابل – یو تازه نړیوال راپور چې د امریکا د جورج‌ ټاون پوهنتون پورې تړلي څېړنیز بنسټ له‌خوا چمتو شوی، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد بللی دی. په دغه راپور کې د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو وضعیت ارزول شوی او افغانستان د جدول په تر ټولو ټیټه درجه کې ځای لري

د راپور له مخې، له افغانستان وروسته هېوادونه لکه یمن، د افریقا مرکزي جمهوریت، سوریه، سوډان، هایټي او برونډي د ښځو لپاره د بد وضعیت لرونکي هېوادونو په لېست کې راغلي دي

د ارزونې مهم معیارونه

په دې نړیوال راپور کې د ښځو وضعیت له بېلابېلو اړخونو ارزول شوی، چې پکې امنیت، عدالت ته لاسرسی، ټولنیز او اقتصادي مشارکت، او پر ښځو د تاوتریخوالي کچه شاملې دي. څېړنه ښيي، چې په دغو هېوادونو کې ښځې له جدي محدودیتونو، ناامنۍ او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي

د راپور موندنې ښيي، چې د تېر یو کال په موده کې، د هغو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو لپاره تر ټولو بد وضعیت لري ـ د افغانستان په ګډون ـ له هر پنځو ښځو یوه ښځه په خپل کور کې له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده. دا شمېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پراخوالي او ژورتیا څرګندونه کوي

د افغانستان وضعیت

راپور ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې ښځې له زده‌کړو، کار، ټولنیز فعالیت او بنسټیزو حقونو څخه بې‌برخې شوې دي. د عدالت سیسټم ته د ښځو نه‌لاسرسی او د تاوتریخوالي پر وړاندې د قانوني ملاتړ نشتوالی، د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړی دی

نړیوال غبرګون

نړیوالو بشري حقونو بنسټونو د راپور له خپرېدو وروسته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د ښځو وضعیت بیړني نړیوال پام ته اړتیا لري. دغو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې، د تاوتریخوالي د مخنیوي او د بنسټیزو ازادیو د اعادې لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.

راپور پایله اخلي، که چېرې د ښځو پر وړاندې روان محدودیتونه او تاوتریخوالی دوام وکړي، نو نه یوازې د ښځو راتلونکی، بلکې د ټول افغانستان ټولنیز او اقتصادي ثبات به له لا ستر ګواښ سره مخ شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto