news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایټالیا د افغانستان ځانګړي اماني صندوق ته ۲.۴ میلیونه یورو مرسته وکړه

ایټالیا د افغانستان ځانګړي اماني صندوق ته ۲.۴ میلیونه یورو مرسته وکړه
کابل – د افغانستان ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی، چې ایټالیا دغه صندوق ته د ۲.۴ میلیونه یورو مالي مرسته کړې ده. دا مرسته د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د بنسټیزو پرمختیايي پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.
د افغانستان ځانګړي اماني صندوق د پنجشنبې په ورځ (د جدی ۱۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا مرسته د فرهنګي میراث د ساتنې، د انساني مېشت‌ځایونو د ښه‌والي او پراختیا، او همدارنګه د اقتصادي حل‌لارو د پلي کېدو لپاره ځانګړې شوې، څو ټولنې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې لا ډېرې مقاومې شي.
د یاد صندوق په وینا، دا مالي ملاتړ به د هغو پروژو د پیاوړتیا لامل شي، چې موخه یې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول، دوامدار اقتصادي فرصتونه رامنځته کول، او د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو ته عملي حل‌لارې موندل دي.
افغانستان ځانګړي اماني صندوق د ایټالیا له حکومت څخه د دې مرستې له امله مننه کړې او دا یې د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ یوه مهمه بېلګه بللې ده.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د تېر میلادي کال پر مهال څو ځله خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د بشري مرستو او د خلکو له اړتیاوو سره سم د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره له جدي مالي کمښت سره مخ دي. دغو بنسټونو ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرستو دوام د افغانستان د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره حیاتي ارزښت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto