لوګزامبورګ: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره له کابل سره خبرو ته چمتو یو
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر لیون ګلوډن وايي، هېواد یې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له اسلامي امارت سره له خبرو کولو ډډه نه کوي
ګلوډن له یوې لوګزامبورګي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي، له کابل سره خبرې او همغږي مهمه ده
د نوموړي په وینا، لوګزامبورګ تر دې وړاندې په دې اړه له جرمني چارواکو سره هم خبرې کړې دي. هغه ویلي، جرمني د هغو افغان اتباعو د بېرته ستنولو په برخه کې د مرستې لپاره مثبت دریځ ښودلی چې په دغه هېواد کې د جرمونو له امله د ایستلو وړ بلل کېږي
د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ستنولو موضوع به د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او خبرو له لارې تعقیبوي
د افغانستان د اتباعو د بېرته ستنولو موضوع په داسې حال کې د اروپايي هېوادونو د بحثونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې چې یو شمېر اروپايي حکومتونه غواړي د رد شویو پناه غوښتونکو او هغو کسانو د ایستلو بهیر چټک کړي چې د دوی په وینا، د قانوني پاتې کېدو شرایط نه لري
په ورته وخت کې، د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه د بشري حقونو بنسټونه اندېښنه لري او ټینګار کوي چې هر ډول ستنول باید د افرادو د خوندیتوب او بشري حقونو له اصولو سره سم ترسره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1773
-
اخبار افغانستان
931
-
مقاله
684
-
سیاست
303
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl