د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د اسلاماباد د خبرو او اړیکو د پرمختګ لپاره د افغان لوري عملي اقدامات مهم دي.
بریانیوز- پنجشنبه ٥ سنبله ١٤٠٥
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، له طالبانو سره د خبرو او پرمختګ دوام د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي او مشخصو اقداماتو او د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه د طالبانو پر ژمنو پورې تړلی دی.
اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې، په ځانګړي ډول د دوحې له چوکاټ څخه راولاړې شوې ژمنې، عملي کړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) په څېر وسلهوالو ډلو لهخوا نه کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلاماباد لا هم له افغان لوري سره د «اداري او بنسټیزو همغږیو» لپاره چمتو دی، خو دا همغږي باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مشخصو، عملي او د تایید وړ اقداماتو او همدارنګه د پولې په اغېزمن مدیریت بدله شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «اسلاماباد د بنسټیزو همغږیو لپاره چمتو دی، په دې شرط چې دا بهیر د ترهګرۍ پر وړاندې مشخصو او د تایید وړ اقداماتو او د پولې اغېزمن مدیریت ته لار هواره کړي.»
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر طالبانو ټینګار کوي چې هغه وسلهوالې ډلې او پناهځایونه له منځه یوسي چې د اسلاماباد په وینا، له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دوی غوښتنو تر اوسه د پام وړ پایله نه ده لرلې.
بلخوا، د طالبانو چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې دوی د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي. طالبان وايي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?