اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: په خیبر پښتونخوا کې سیاسي کړکېچ؛ اسلام‌اباد بیړنۍ غونډه کوي

پاکستان: په خیبر پښتونخوا کې سیاسي کړکېچ؛ اسلام‌اباد بیړنۍ غونډه کوي

پاکستان: په خیبر پښتونخوا کې سیاسي کړکېچ؛ اسلام‌اباد بیړنۍ غونډه کوي

(بریانیوز  شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو او اسلام‌اباد ته د پاکستان تحریک انصاف د لاریون د دوام په ترڅ کې، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د وضعیت د ارزونې لپاره د لوړپوړو چارواکو بیړنۍ غونډه رابللې ده. په ورته وخت کې د کړکېچ د سیاسي حل لپاره د خبرو اترو هڅې هم روانې دي

د راپورونو له مخې، په غونډه کې د خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت، د لاریون د پرمختګ او له ولایتي حکومت سره د فدرالي حکومت د اختلافونو په اړه بحث کېږي. د بېړني حالت یا د والي د واکمنۍ د پلي کېدو احتمال هم مطرح شوی، خو تر اوسه د داسې پرېکړې رسمي اعلان نه دی شوی

د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره شهباز شریف له مولانا فضل الرحمن سره هم خبرې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي اختلافونه باید د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل شي

بل لور ته، د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د خیبر پښتونخوا د وضعیت د حل لپاره سیاسي لاره غوره ګڼي او د والي واکمني باید وروستی انتخاب وي. هغه تر دې وړاندې هم د فدرالي او ولایتي حکومتونو ترمنځ د خبرو او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی

په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د عمران خان د خوشې کېدو په غوښتنه د تحریک انصاف د لاریون مشري کوي. لاریون د اکتوبر په څلورمه پیل شوی او د اسلام‌اباد پر لور د تګ پلان یې لا هم د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دی

د فدرالي حکومت او تحریک انصاف ترمنځ اختلافونه، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر تګلارې، د کړکېچ له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. که د خبرو اترو هڅې پایله ورنه کړي، د خیبر پښتونخوا په اړه د فدرالي حکومت د نورو ګامونو احتمال به لا هم د بحث موضوع وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto