جنګي بېړۍ : د امریکا ستره جنګي بېړۍ له لس میاشتني ماموریت وروسته سانډیاګو ته ستنه شوه
(بریانیوز شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د سمندري ځواکونو ستره الوتکهلېږدوونکې جنګي بېړۍ «ابراهام لنکن» له نږدې ۱۱ میاشتو ماموریت او په سمندر کې له اوږدې مودې تېرولو وروسته د کالیفورنیا سانډیاګو بندر ته ستنه شوې ده. د بېړۍ د شاوخوا شپږ زره کسیزې عملې د هرکلي لپاره زرګونه خپلوان او د کورنیو غړي د بندر پر غاړه راټول شوي وو
دغه بېړۍ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۱مه له سانډیاګو څخه روانه شوې وه او د ارام سمندر، جنوبي چین سمندر او د هند سمندر له سیمو وروسته منځني ختیځ ته ولېږدول شوه. د ایران پر وړاندې د امریکا په پوځي عملیاتو کې یې هم برخه لرله. د ماموریت پر مهال بېړۍ ۳۲۱ ورځې له خپل اصلي بندر څخه لرې تېرې کړې، چې ۲۶۵ ورځې یې پرلهپسې په سمندر کې پاتې شوې وه
د اوږده ماموریت پر مهال د عملې د ژوند د شرایطو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې وې. د خوراکي توکو د ډولونو، د حفظالصحې د اړینو توکو او د ځینو تخنیکي ستونزو په اړه راپورونه خپاره شوي وو. د امریکا سمندري ځواکونو کانګرس ته ویلي چې د دې جنګي بېړۍ په اړوندې ډلې کې اته کسانو د ځانوژنې هڅې کړې وې؛ خو چارواکو ویلي چې په ماموریت کې د بېړۍ پر سر د ځانوژنې پېښه نه ده شوې
د امریکا سمندري ځواکونو په وینا، د جګړهییزو عملیاتو له امله د اکمالاتو د رسولو فرصتونه محدود شوي وو او د یوې مودې لپاره د خوړو انتخابونه هم کم شوي وو. سره له دې، د سمندري ځواکونو چارواکو د عملې د اکمالاتو د بشپړ کمښت ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د خوراکي توکو د برابرولو هڅې روانې وې
د بېړۍ عملې د بېرته ستنېدو پر مهال په تایلنډ کې هم لنډ تمځای درلود، څو سمندري سرتېري د استراحت او د اکمالاتو د برابرولو فرصت ومومي
تمه ده چې «ابراهام لنکن» په راتلونکو میاشتو کې د تخنیکي ارزونې، ترمیم او بیا تجهیز له پړاوونو تېر شي، څو د اړتیا په صورت کې راتلونکي ماموریت ته چمتو وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?