کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون: نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون: نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په کابل کې د امام ابوحنیفه د پنځم نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان، هند او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز او پانګیز تړونونه لاسلیک شوي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د ۲۰ هېوادونو سوداګرو او شرکتونو ګډون کړی او شاوخوا ۷۰۰ غرفې جوړې شوې دي، چې پکې بېلابېل تولیدات او سوداګریز توکي نندارې ته وړاندې شوي دي
په نندارتون کې د افغانستان، هند، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان د سوداګرو او پانګهوالو استازو ګډون کړی دی. د تړونونو د لاسلیک موخه د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې د فرصتونو رامنځته کول او د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو موندل بلل شوي دي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو ویلي، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفۍ، د بهرنیو پانګهوالو د جذب او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصتونه برابروي
د امام ابوحنیفه سوداګریز نندارتون د اکتوبر پر اوومه په کابل کې پرانیستل شوی او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو تولیدات پکې د کرنې، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو، لاسي صنایعو، ماشینلرونکو وسایلو او نورو برخو کې نندارې ته وړاندې شوي دي
تمه ده چې د نندارتون په څنډه کې د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ نورې لیدنې او خبرې هم د افغانستان د صادراتو، ګډې پانګونې او له سیمهییزو بازارونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?