news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان فدرالي حکومت : خیبر پښتونخوا ته ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه؛ د غړو نومونه اعلان شول

د پاکستان فدرالي حکومت :  خیبر پښتونخوا ته ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه؛ د غړو نومونه اعلان شول

د پاکستان فدرالي حکومت :  خیبر پښتونخوا ته ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه؛ د غړو نومونه اعلان شول

(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له اعلان وروسته، د ولایتي چارو د پرمخ وړلو لپاره ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه کړې ده. د شورا غړي به د والي فیصل کریم کنډي تر مشرۍ لاندې د ولایت په اداري چارو کې همکاري کوي

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ګډه خبري غونډه کې د دې پرېکړې اعلان وکړ. د قانون وزیر وویل، د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له پلي کېدو وروسته، د اعلی وزیر او ولایتي کابینې واکونه والي ته لېږدول شوي دي

د حکومت د اعلان له مخې، په مشورتي شورا کې لاندې کسان شامل دي

- کفایت‌الله خان: د کورنیو چارو چارې

- طارق محمود پاشا: مالي چارې

- امیر جاوېد: حقوقي چارې

- ډاکټر سید امیر عبدالله: د پوهنې چارې

- متقاعد جنرال ډاکټر نګار جوهر خان: روغتیا

- ډاکټر سرفراز علي شاه: کانونه او معدني سرچینې

- ډاکټر محمد ارشاد: صنعت او سوداګري

- آصف رفیق افریدي: د اړیکو او ودانیزو چارو اداره

- مولانا محمد طیب قریشي: مذهبي چارې

- عثمان سیف‌الله خان: انرژي

- سمر هارون بلور: اطلاعات او خپرونې

فدرالي حکومت همداراز امیر جاوېد د خیبر پښتونخوا نوی څارنوال عمومي ټاکلی دی. نوموړي تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د څارنوال عمومي په توګه دنده ترسره کړې ده

د حکومت په وینا، د دې شورا موخه د ولایتي ادارو د چارو منظمول، د امنیتي وضعیت ښه کول او روغتیا، پوهنې، اقتصاد او نورو عامه خدمتونو ته پاملرنه ده

خو د خیبر پښتونخوا د واکونو فدرالي حکومت ته د لېږد پرېکړه د سیاسي لانجې لامل شوې او د پاکستان تحریک انصاف دا اقدام د ولسي رایې او جمهوري بهیر پر وړاندې ګام بللی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto